د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ يا یوناما هغه راپور چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه دی، له واقعیت سره نږدې بللی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ښځو، ماشومانو او لوبغاړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوناما نن په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان بریدونو پرمهال ۶۱۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
