د ایران د مذهبي مشر نظامي سلاکار محسن رضایي، له سي ان ان سره مرکه کې ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې یوه مهمه برخه د ایران د ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.
د هغه په وینا، ایران غواړي چې د هرې ممکنې هوکړې له لاسلیک سره سم ۱۲ میلیارده ډالره ازاد شي او پاتې ۱۲ میلیارده ډالره په راتلونکو پړاوونو کې ورکړل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دغو شتمنیو ازادېدل د امریکا پر ژمنو د باور رامنځته کولو لپاره اړین دي.
رضایي همداراز خبرداری ورکړی، چې که روانه شخړه بېرته پراخه شي، نو اغېزې به یې یوازې تر فارس خلیج محدودې نه وي، بلکې ښايي د سره سمندرګي، بابالمندب تنګي، مدیترانې او هند سمندر سیمو ته هم وغځېږي.
هغه د ټرمپ او مجتبی خامنهیي ترمنځ د احتمالي لیدنې راپورونه هم رد کړي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې دا مهال له ځنډ سره مخ دي.


