د ایران د کور جوړونې بنسټ ویلي، چې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم او امریکا د بریدونو په پایله کې تخریب شوي ۳۷ زره استوګنیز کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې بېرته رغولې دي.
د ایران سرې میاشتې ټولنې ویلي چې پر دغه هېواد بریدونو کې له ۱۲۵ زرو زیاتې ملکي ودانۍ په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
د دغه هېواد د کور جوړونې بنسټ د معلوماتو له مخې، د صهیونیستي رژیم او امریکا بریدونو کې د نړېدلو او زیانمنو ودانیو بیا رغونه به تر ۱۴۰۶ ه.ش کاله بشپړه شي.
