د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې په قطر کې یې د سیمې په سطحه د امریکا د پوځ تر ټولو ستره او مهمه پوځي هډه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو تر برید لاندې راوستې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه برید د ایران د ملي امنیت د شورا په مشوره او د خاتم‌الانبیاء قرارګاه په رهبرۍ د بشارت الفتح تر نامه لاندې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ترسره شوي.

سپاه پاسداران دا برید د امریکا لپاره ښکاره پیغام بللی او ویلي یې دي، چې ایران به د خپلې خاورې او ملي حاکمیت پر ضد هېڅ ډول تېری بې‌ ځوابه پرې نه‌ږدي.

سپاه پاسداران په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې، د «برید وکړه او وتښته» زمانه پای ته رسېدلې او که امریکا یا اسرائیل بیا داسې تېروتنه تکرار کړي، د امریکا پوځي حضور به د سیمې له نقشې ورک کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version