د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د وارِش هوايي شرکت به د تهران او کابل ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي.
وزارت زیاته کړې، ټاکل شوې چې دغه هوايي شرکت د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپله لومړنۍ مستقیمه الوتنه له تهران څخه کابل ته ترسره کړي.
د یاد هوايي شرکت د الوتنو په پیل سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي.
