راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بي‌بي‌سي نړیوالې خبري شبکې پر ضد د «دروغو خپرولو» دعوه ثبت کړې.

ټرمپ په دغه قضیه کې له بي‌بي‌سي د لس میلیارده ډالرو د غرامت غوښتونکی دی.

ټرمپ وایي، دغې رسنۍ یې د وینا ځینې برخې قصداً سره نښلولي او تحریف کړې یې دي.

بي‌سي‌سي د ټرمپ د وینا څو برخې سره یوځای کړي او داسې یې خپره کړې وه، چې ګوندې نوموړي خلک تاوتریخوالي ته هڅولي دي.

د یادونې ده، چې ټرمپ له تېرو څو میاشتو راهیسې د بي‌بي‌سي پر ضد د قانوني ګام پورته کولو ګواښونه کول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version