تېر ماښام د ایران د هرمزګان ولایت په «بندر لنګه» ښار کې د استشهادي برید په ترڅ کې د دغه ښار د استخباراتي پولیسو قومندان سید محتبی شهیدي وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې دا برید د بندر لنګه ښار د استخباراتي پولیسو ودانۍ ته څېرمه بندر لنګه‌ زندان ته مخامخ شوې ده چې له امله یې د یاد ښار د استخبارتي پولیسو د قومندانۍ مرستیال هم ټپي شوی.

د ایران د انصارالفرقان اهل سنت وسله والې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسئوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې د مهمو استخباراتي کسانو په نښه کولو په موخه کړی دی. دوی ټینکار چې مونږ ۲۳ ورځې وړاندې ګواښ کړی وو چې زمونږ چوپتیا زمونږ پر ضعف مه تعبیروئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version