مقاومت شوری چې د افغانستان د معاصر تاریخ بدنامې او هېواد پلورونکې څهرې پکې راټولې دي، د امریکا د استازو مجلس د هغه پریکړې په اړه اعلامیه خپره کړې، چې له افغانستان سره یې د نړۍوالو مرستو د بندولو په تړاو خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې یو ځل بیا د دې کسانو له اوږد مهاله ویرې او وهم څخه پرده پورته شوې ده. یادې شوری د امریکا د استازو مجلس د پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې امریکا به یې ملاتړ وکړي؛ دا یوه داسې دعوه ده چې ولسي مشروعیت نه لري او د پردیو د ملاتړ په توهم د یوه منزوي، منجمد او له واقعیت څخه د لیرې ذهنیت له انعکاس پرته بل څه ندي.

دې شوری په تېرو څو کلونو کې خپله ټوله سیاسي پانګونه د پخوانیو غربي ملاتړو په بیا راګرځولو متمرکزه کړې او داسې انګېري چې تېره تجربه به بیا تکرار او خپل ځان وفادار وښيي، یو ځل ییا به د قدرت پر ګدي کېني. حال دا چې د تېرو څلورو کلونو تجربه ښيي چې امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه دا څهرې له کاره لویدلې او بې‌ اغېزې ګڼي؛ دوی نه د ولس په منځ کې ځای لري او نه هم د خلکو د ارادې پر وړاندې د درېدلو توان لري.

په دې اعلامیه کې یو مهم څه د ملت د استازولۍ د غولوونکې ادعا تکرار دی. مقاومت شوری ځان د افغانستان د خلکو استازی ګڼي، په داسې حال کې چې نه د خلکو رایه او نظر ورسره مل دی او نه هم ولسي مقبولیت له ځان سره لري. د افغانستان خلک دا کسان نه‌ یواځې له عام ولس څخه لیرې ګڼي، بلکې د تېرو دوه لسیزو د سیاسي ناورین، فساد او یرغلګرو ته د هېواد د سپارلو اصلي عاملین یې بولي.

که دې شوری په ریښتیا هم د ملت استازیتوب کولی، نو د خپلو خلکو او ولس په وژلو، ترټلو او له دښمنانو سره د هېواد د اشغال په پروژه کې به شریک نه وای، یا لږ تر لږه به یې د ځان د بډایه کولو له حرص لاس اخیستی او د ملت د فقر د ختمولو لپاره به یې کوم ګام پورته کړی وای. خو دوی د تېرو شلو کلونو واکمنۍ پر مهال د ولس د خیر لپاره لږ قرباني هم نده ورکړې او نه یې هم کوم مقاومت کړی.

د دوی دا نوې ادعا چې نړۍوالې مرستې دې له شفافو لارو څخه انتقال شي چې ګواکي همدوی دي؛ دا په اصل کې د بشردوستۍ په نوم د یوې فاسدې شبکې د بیا راژوندي کولو هڅه ده.

افغان ولس له دوه لسیزو ترخو تجربو وروسته په دې ډیر ښه پوه شوي او دا یې ډیره ښه درک کړې، هر هغه شعار چې د دوی له لوري د ملت په نوم پورته کېږي، شخصي او کورنیو ګټو ته د یوه پوښښ له جوړولو پرته بل څه نه دي.

اوس مهال افغان ټولنه نه د غرب پخوانیو نسخو ته هیله‌منه ده او نه د پرونیو خاینانو په تېر ایستونکو جعلي ټربیونونو باندې دوکه کېږي.

د افغانستان ملت، چې له ژورو تاریخي دردونو او ناسور زخمونو سره ژوند کوي، په دې ښه پوهېږي چې د هغو څهرو بیا راتګ چې یوازینی هنر یې د پردې شاته معاملې، لابي‌ ګرۍ او د غرب په تالارونو کې ناستې ولاړې دي، یوازېنۍ معنی یې د ناکامۍ، فساد او ماتې د تسلسل بیا راتګ دی.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version