د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر حافظ محب الله سجاد‏، سیمه‌ییزو مسؤلینو او ځایي خلکو په منځګړیتوب د څو کورنیو ترمنځ د کرنیزې ځمکې پر سر رامنځته شوې ۱۶ کلنه دښمني حل او ښکېل لوري یې د سولې ژوند ته را ګرځېدلي دي.

د یاد وزارت په وینا، دغه شخړه چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ د بالای غنډک په سیمه کې د یوې ټوټې ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د دواړو خواوو د اختلافاتو په نتیجه کې یو تن وژل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ډېر خنډونه رامنځته کړي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version