افغانستان د اوږدې مودې راهیسې له بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو او بحرانونو سره مخ دی. په ۲۰۰۱م کې د جمهوریت له حاکمیت سره د دې هېواد ولس د سوکالۍ، ثبات او ارامۍ هیله لرل، خو واقعیت دا دی چې نه یوازې په شلو کلونو کې فرصتونه په سمه توګه و نه کارول شول، بلکې فرصتونه د اشغال او پخوانیو چارواکو د ناکام مدیریت له کبله په بحرانونو او ګډوډۍ بدلېدل.
بهرني اشغالګر د خپلواکۍ نقضوونکي وو، په څنګ یې د بحرانونو راوستلو عاملین هم وو، خو د پرځېدلي جمهوریت واکمنان تر بل هر چا د هېواد د ناورینونو اصلي عاملین ګڼل کېږي. بهرنیو ځواکونو د اشغال تر شا خپل ځانګړي اهداف لرل، خو د هېواد په بحران کې تر بل هر چا ډېر پخواني واکمنان د ناکامیو او بې کفایتیو مسؤلین وو، د خپل هېواد د چور او تالان لپاره یې په اخلاص کار کاوه، خو د ځواب پر مهال به یې د خپلو ناکامیو او بې کفایتیو د پټولو لپاره خپله برخه مسؤلیت هم پر بهرنیو ور زیاتوی او د ولس ستونزې به یې تر ډېره پر هغوی ور غورځولې.
د جمهوریت تر عنوان لاندې واکمن افراد چې تر بېلابېلو سیاسي نومونو او شکلونو لاندې واک ته رسېدلي وو، نه وو توانېدلي چې د هېواد لپاره داسې بنسټیزې تګلارې او میکانېزمونه جوړ کړي چې ثبات، عدالت او پرمختګ ته لار هواره کړي. ډېری فرصتونه چې د شلو کلونو په اوږدو کې برابر شوي وو، د هماغه واکمنانو د ناسم مدیریت او فساد له امله د منځه تللي او یا یې د ګډوډۍ سبب ګرځېدلي دي.
دا مهال د پرځېدلي جمهوریت د پخوانیو چارواکو یوه عامه حربه دا ده چې خپلې ناکامۍ لا هم د بهرنیو اشغالګرو پر غاړه ور اچوي او په بل اړخ کې د جګړې له کبله خپل مخالفین(طالبان) هم ګرم ګڼي، په داسې حال کې چې دوی خپله د ستونزو د حل لپاره هیڅ بنسټیز اقدام نه دی کړی او په خپل ناسم مدیریت یې هېواد ورځ تر بلې نور هم په کړکېچ او بحران کې ډوبوی.
اوس چې هېواد خپلواک شوی، د بهرنیانو حضور ختم او سرپرست حکومت حاکم شوی؛ هماغه پخواني واکمنان چې نن په بېلابېلو نومونو د مخالفو پاشلو ډلو تر چتر لاندې د هېواد په وړاندې سیاسي مبارزه کوي، د ولس د تېر ایستلو لپاره د بحرانونو پړه پر سرپرست حکومت اچوي او غواړي ولس ته ځان سپین وښيي، خو ولس درک کړې چې دوی له هېواد سره څومره تاریخي جفا کړې ده.
د ستونزې د حل لپاره لومړنی ګام دا دی چې ستونزه ومنل شي. تر څو چې د پرځېدلي جمهوریت واکمنان خپلې مخکنۍ ناکامۍ او ستونزې ونه مني، ولس ته د ستونزو د حل واقعي او څرګندې حل لارې وړاندې نه کړي او همدا راز د نیابتي ډلو په صف کې پردیو ته له خدمت څخه لاس په سر نشي، د تاریخي جفا جبران نشي کولی. پخواني چارواکي د انکار او کاذب غرور په پالیسي نشي کولای ولس قانع او د ناکامیو اصلي عاملین نور معرفي کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.