نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له پوتین سره مخامخ وګوري.

د راپور له‌مخې، ټرمپ به تر دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زیلینسکي سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې پلانونو جزئیات تېره ورځ (چهارشنبه) د ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال وړاندې شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې دا غونډې به یوازې د ټرمپ او د هغه د روسي او اوکرایني سیالانو ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې ګډون ونه‌لري.

د ویلو ده، چې تېره ورځ د ټرمپ ځانګړي استازي مسکو ته سفر کړی او هلته یې د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر سره خبرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version