لیکوال: مبارز هروي
د جمهوریت د مشهورو څهرو او کسانو ترمنځ تفرقه او ټکر یوه نوې خبره نه ده، بلکې د افغانستان ورانې ویجاړې هم د دې اختلافاتو لویې شاهدانې دي.
د سرو لښکرو تر ماتې وروسته، همدا اختلافات د بیلابېلو ګوندونو د جوړېدو لامل شول چې تر رنګارنګ بیرغونو لاندې په پوچو بهانو سره یې د افغانانو وینې وبهولې او هېواد یې وران کړ.
د افغانستان د اشغال په وخت کې، که څه هم د هغوی بادارانو تر یوې کچې د دې اختلافاتو د خپرېدلو مخنیوی کړی وو او د رسوایۍ مخه یې نیولې وه؛ خو اوس چې د جمهوریت بنیاد له منځه تللی دی او هر چا یې یوې ګوښې ته پناه وړې ده، هیڅوک یې د خپل منځي جنجالونو مخنیوی نه شي کولی او هره ورځ یې له یوې ګوښې غږ پورته کېږي او د دوی بې آبرویي لا ډېروي.
کله عطامحمد نور د احمد مسعود او د هغه د شاوخوا خلکو پراخ فساد افشا کوي، او کله د دوستم لوړ پوړی قوماندان د خپلو تفرقه اچونو، وژنو او بې شمېره جنایاتو یادونه کوي.
په وروستۍ قضیه کې سمیع سادات چې یو له تښتېدلو قوماندانانو او له پخوانیو فسبوکي جنرالانو څخه دی، ویلي چې د اشرف غني امنیتي سلاکار حنیف اتمر، د هغه د وژنې امر کړی و.
دا ادعا له حقیقت ډېره لرې نه ده، ځکه چې د افغانستان تاریخ له بې شمېره داسې وژنو څخه ډک دی چې جنګسالارانو او ځان غوښتونکو رهبرانو د خپلو رقیبانو د حذفولو لپاره ترسره کړي دي.
د دې ادعا له خپرېدو یوازې څو ساعته وروسته، حنیف اتمر ښکرور دروغ وبلل او ویې ویل چې دا تورونه په داسې وخت کې پورې کېږي چې نوموړي د افغانستان د جمهوریت د سقوط مسئولینو د حساب ورکولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.
باید وګورو چې دا ادعاوې به تر کومه ځايه ورسي او نور کوم رازونه به یې روښانه شي.
د یادؤنې وړ ده د افغانستان انټرنیشنل تلویزیوني شبکه، چې یوازې د جعلي او دروغو خبرونو له خپرولو پرته بله دنده نه لري، د سمیع سادات د پیغام په پای کې یې ادعا کړې چې د دې شبکې کارمندانو هڅه کړې چې له اتمر سره اړیکه ونیسي، مګر هغه ځواب نه دی ورکړی.
حنیف اتمر د خپل پیغام په پای کې نه یوازې سمیع سادات په دروغو تورن کړی، بلکې د دې شبکې مدیران یې هم دروغجن بللي او له ځان سره ېې د دې شبکې د کارمندانو د اړیکې ټینګولو هڅې هم رد کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.