لیکوال: نوین ساپی

د شر او فساد ډلې چې ځان د اسلامي او شرعي نظام ضد ګڼي، دوی یوازې منفي، ضد او نقیض تبلیغات کوي، تر څو افغانانو ته د اوسني افغان حکومت پر وړاندې غلط معلومات ورکړي، ځانته د وړو پزه کېږدي، دا غله او وطن پلورونکي له دې خبر نه دي چې، نور د ولس په منځ کې ځای نه لري، عوام ورته د حقارت په سترګه ګوري.

د شر او فساد ډله تر ډېره هڅه کوي چې له هیواده بهر د اجیرو رسنیو له لارې منفي او غیر شرعي تبلیغاتو ته رشد ورکړي او دغه لړۍ جاري وساتي.

د مقاومت/شر او فساد ډلې اصلي موخې په هیواد کې د شرعي او اسلامي نظام پر وړاندې خنډونه راپورته کول، قومي او ژبني تعاصباتو ته لمن وهل دي.

مقاومتیان/شر او فساد ډله په دې تپ او تالاش کې دي چې، د پښتون قوم پر وړاندې نور قومونه راپورته کړي، یعنې غوښه او چاړه یې کړي؛ مړو سکروټو ته پوکي ورکوي، هره برخه پښتون قوم پورې تړي، دا د دوی په احمقانه فکر او په بې عقلي دلالت کوي.

مقاومتیان/شر او فساد ډله په دې اګاهي نه لري يا پرې سترګې پټوي چې، د پښتون قوم غېږ ډېره پراخه ده، هر چا ته په ورین تندي او په خلاصه سینه غېږه ورکوي، تنګ نظري يې اصلاً په فطرت کې شتون نه لري؛ او نه اوسنی اسلامي نظام تر پښتنو پورې محدود دی، دا د ټول افغان ولس ګډ کور دی او هر چا ته پکې خپل حقوق رسېږي.

هغه ډلې او ټپلې چې له هیواده بهر د اسلامي او شرعي نظام خلاف کړنې ترسره کوي، یوازې او یوازې یې د اسلامې امارت پر وړاندې، ضد، نقیض او پروپاګند ته کار ویلی دی، یوځل دې په هیواد کې میشت افغانان له نیږدې وپوښتي، د دوی له حال او احواله دې ځانونه خبر کړي بیا دې خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکړي.

که په حقیقت سترګې پټې نه شي، افغان پرګنو د اسلامي امارت له راتګ سره سم د ارام او راحتۍ ساه واخیسته، د ژوند کولو روحیه یې پیاوړې شوه، خپل حقه حقوق یې وپېژندل، حق حقدار ته وسپارل شو، ټوپکسالاري، بدمعاشي، زورواکي، ظلم، ورانکاري، فساد او د رشوت خوري لړۍ ودرېده او لا به هم د دا ډول کړنو مخنیوی کېږي، مرتکبین به یې د اسلامي قانون په چوکاټ کې په سزاء رسول کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version