د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم پړاو خبرې به د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۲۳مه) په ترکیه کې ترسره شي.

د راپورونو له‌مخې، زیلینسکي دا څرګندونې تېره شپه ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې کړي او ویلي یې دي، چې د اوکراین د ملي امنیت شوری له مشر رستم عمروف سره یې د بندیانو د تبادلې او د روسي لوري سره د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړي.

له بلې خوا، د روسیې ټاس خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې درېیم پړاو مذاکرات به د جولای ۲۴مه (پنجشنبه) ترسره شي او ممکنه ده، چې پلاوي یوه ورځ مخکې ( د جولای ۲۳مه) استانبول ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اوکراین او روسیې ترمنځ د ترکیې په کوربه‌توب د خبرو اترو لومړي او دویم پړاو کې د بندیانو له تبادلې پرته په نورو برخو کې پرمختګ نه‌دی شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version