نن ماښام ۸:۴۵ دقیقې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې څلورتنه نا معلوم مسلح غله چې د مجاهدینو له نوم په استفادې يو کور ته داخل شوې وه، غوښتل يې له کوره غلا وکړي چې د يادي ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو په اساس تعقیب شول، چې وروسته له مجاهدينو سره په نښته کې يې دوه تنه ووژل شول.

له ډلې يې دوه تنه په تېښته بريالي شول، چې د مجاهدینو له لوري يې د نیولو په موخه عمليات جریان لري، تمه ده چې ژر به ونیول شي او د خپل عمل سزاء به وويني.

له وژل شوو غلو سره دوه ميله کلاشينکوفونه هم نیول شوي دي.

د نښتې په جريان کې مجاهدين هيڅ نوع زيان نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version