د مالي چارو په اړه د راپور ورکوونکې ادارې« بلومبرګ» د راپور له مخې د پولي واحدونو په وروستۍ نړۍواله درجه بندۍ کې افغانستان خپل مقام ښه کړی دی، او افغانۍ د نړۍ په درېیو باثباته اسعارو کې راغلې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د لبنان لیرا په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د نورو هېوادنو د اسعارو په پرتله ارزښت له لاسه ورکړی او د ۸۳ سلنې څخه ډېرې کمې شوي، خو ایراني تومان بیا د نړۍ بې ارزښته اسعار پېژندل شوي.

ایتوپیا، نایجیریا، ارجنټاین، برازیل، روسیه، ګانا، مکسیکو او ترکیه هم د هغو هېوادونو په لېست کې دي چې د خپلو ملي اسعارو په ارزښت کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان پولي واحد افغانۍ په وروستیو څو کلونو کې پرلپسې د نړۍ په کچه د باثباته پولي واحدونو په سر کې راځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version