د الجزيرې د راپور له مخې د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رپورټر «فرانچسکا البانیز» ویلي په غزه کې روان حالت د زغم نه دی او اسرائيل هلته له هېڅ ظلم سترګې نه پټوي.

البانیز دغه راز ویلي د اسرائيلو له لوري پر روغتونونو برید د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې د جګړې برخه او جنګي جنایت دی چې له لسیزو راهیسې په غزه کې روان دی.

د ملګرو ملتونو دې رپورټر زياته کړې «موږ له يو بل ستر جنايت سره مخ يو او هغه د اسرائيلو له لوري د غزې د اوسېدونکو د قتل عام هڅه ده، هغه څه چې په دې سيمه کې کېږي، يوازې جنګي جنايت نه، بلکې نسل وژنه ده».

په ورته وخت کې د فلسطین د روغتیا وزارت پرون جمعه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه د صهيونيستي اسرائیلو په بريدونو کې د شهیدانو شمیر ۴۵۶۵۸ تنو ته رسیدلی او ۱۰۸۵۸۳ نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزات زياته کړې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د صهيونيستي رژيم له لوري ۸ قتل عامونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۷۷ تنه شهیدان او ۱۴۵ نور ټپيان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version