د بلوچستان ازادۍ غورځنګ (بي‌اېل‌اې) ویاند جیئند بلوڅ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله‌والو یې د پاکستاني پوځ پر موټر بمي برید کړی، چې په ترڅ کې یې اووه پوځیان وژل شوي او څلور نور مرګوني ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې برید د بلوچستان ایالت کیچ ولسوالۍ زامران سیمه کې ترسره شوی.

هغه ویلي، چې د وژل شویو پوځیانو په منځ کې یو شمېر افسران هم شامل دي او موټر یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د یادونې ده، چې د یاد غورځنګ وسله‌والو په یوه بل جلا برید کې د کولوا ولسوالۍ په مادګ کلات سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې د سپکو او درنو وسلو برید کړی او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

د پاکستان پوځ او ځایي حکومتي ادارو په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې پر پاکستاني پوځیانو ترسره شوي ډېری بریدونه سانسور کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version