د بلوچستان نېشنلېسټ پوځ (BNA) د بلوچستان ایالت تاجابان ولسوالۍ کې د پاکستاني عسکرو پر کمپ برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره به جګړه دوام ومومي او دوی به د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه روان ساتي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو ځایي سرچینې وایي، بلوچستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version