دنيا نيوز بنګله‌ دېشي رسنۍ راپور ورکړی، چې د دې هېواد یوې محکمې پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د قتل او انسانيت ضد جنايتونو د ترسره کولو په تور په اعدام محکومه کړې ده.

محکمې شيخ حسينه د ۲۰۲۴م کال د زده‌کوونکو د پاڅون د خونړي ځپلو د امر ورکولو په تور مجرمه بللې ده.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د فبرورۍ په لومړیو کې د بنګله دېش هېواد پارلماني انتخابات وشي؛ خو د حسینې ګوند «عوامي لیګ» پکې د ګډون حق نه لري.

د شيخ حسینې محکمه په پلازمېنه ډاکه کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شوې وه او پرېکړه د حسینې د نه‌حاضرۍ په حالت کې واورول شوه.

د محکمې پر مهال څارنوالانو ويلي، چې د حسینې په مستقیم امر د ۲۰۲۴م کال د جولای او اګست پاڅون په مهال تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

له بل لوري بيا د حسینې دولتي وکیل دا تورونه بې‌اساسه بللي دي او د شيخ حسینې دفاع یې کړې ده.

ياده دې وي، چې شيخ حسينه د ۲۰۲۴ کال اګست مياشت کې د خپل حکومت تر ړنګېدو وروسته هند ته تښتېدلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version