د عامې روغتیا وزارت وايي، ټاکل شوې د بنگله‌دېش یوه روغتیايي ډله کابل ته راشي او د هغو خلکو درملنه وکړي چې د شونډو د پرې کېدو (لب چاک)ناروغي ولري.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه هېوادوال چې په کورونو کې د لب چاک ناروغان ولري سر له نن ورځې د ماشومانو روغتیا روغتون کې د خپل ځانونه ثبت کړي.:«هغه هېوادوال چې په کورونو کې د لب‌چاک ناروغان ولري خبر ورکول کېږي چې د کابل د ماشومانو روغتیا روغتون(صحت طفل) کې د لسو ورځو لپاره د بنگله‌دېش یوه روغتیايي ډله په همدې موخه راځي او د ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي.»د خبرپاڼې له مخې، د لب چاک ناروغان د روانې کب میاشتې تر اتم پورې کولی شي ځانونه ثبت کړي، تر څو په را روانو لسو ورځو کې یې عملیات وشي.له دې وړاندې یو افغان پلاستیکي جراح ډاکټر عبدالغفار غیور هم په هېواد کې د سلگونه هغو کسانو وړیا عملیاتونه کړي، چې د لب چاک او د تالو د جوړښت بې‌‌نظمۍ ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version