د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره د ننگرهار په حصارک ولسوالۍ د پټو قلعه په سیمه کې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه پیل شول.د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرې خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د ننگرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ پټو قلعه سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو ریاست، د اترا دارې امریت او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په هلو ځلو په دغه سیمه کې یوه مخابراتي پایه ولگول شوه، چې د سیمې خلکو ته به مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي.په افغانستان کې د اوسني بشپړ امنیت له برکته د هېواد په ډېر لرې پرتو سیمو کې له تېرو دو کلونو راهیسې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په موخه لسگونه مخابراتي پایې لگول شوي دي.د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې لري چې د هېواد په گوټ گوټ کې هغه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي، چې تر اوسه یې خلکو مخابراتي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version