د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ” امير خان متقي په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له لومړي وزير عبدالله عارف‌اُف سره وکتل.”

خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو، تجارت او ټرانزيټ هر اړخيزې خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې کابل کې د ازبکستاني توليداتو درې ورځنی نندارتون هم پرانيستل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version