په غربت او په ځانګړې توګه په لوېدیځو او کفري هېوادونو کې ژوند، د انسان پر مزاج او عادتونو منفي اغېزه کوي، روان او احوال یې بدلوي. داسې کس له یوې مودې وروسته بدۍ نه احساسوي او بدو شیانو ته په ښه سترګه ګوري، مني یې او په ظاهره ترې خوند اخلي. د مطلوب حقیقت او وحشتناکې تراژیدۍ د تشخیص توان له لاسه ورکوي او د هر هغه انسان په څېر چې له هر ډول ایډیالوژۍ، عقیدې او باور څخه بېبرخې وي، یوازې د هغو شیانو ملاتړ کوي چې په ظاهره ورته ښایسته ښکاري، خو د حقیقت په لټه کې نه وي، بلکې په هماغه وچ پوستکي بسنه کوي.
په لوېدیځو هېوادونو کې د معکوس ژوند پایله، د دین څخه د بېزارۍ او د منلو ملي عادتونو او رواجونو له پرېښودلو سربېره، د ملي مسایلو په وړاندې د همدې سالم درک، شعور او احساس له لاسه ورکول دي؛ دا چې د خپل هېواد او ملت لپاره څه سم او څه ناسم، څه ښه او څه بد دي. په پریکړو کې ناتواني، د حقایقو په وړاندې سترګې پټول او د دسیسو په تعقیب کې په ړندو سترګو تګ، د داسې بېمهاره ژوند څرګندې نښې دي.
له اشغالګرو څخه د افغانستان د خپلواکۍ له څلورو کلونو تېرېدو او د روسیې له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د لومړنیو ګامونو له پورته کېدو وروسته، دا بهیر لا ډېر چټک شوی، ځینو هېوادونو له افغانستان سره خپلو تعاملاتو ته بیا کتنه کړې ده او له دې هېواد سره یې د اړیکو د پراختیا په برخه کې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. په دې برخه کې یو له لومړنیو اقداماتو څخه، د مختلفو هېوادونو له لوري د سرپرست حکومت د ډیپلوماټانو منل دي.
همدا موضوع د دې لامل شوې ده ترڅو یو شمېر بهر مېشت هېوادوال چې د افغانستان له واقعیتونو خبر نه دي او یوازې هغه څه حقیقت بولي چې مغرضې رسنۍ یې ورته انځوروي، په تړاو یې لاریونونه او اعتراضونه کوي؛ یادو افغانانو په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وړاندې په راټولېدو سره، د دې پریکړې پر وړاندې شعارونه ورکړي دي.
په برلین کې یو شمېر مېشتو افغانانو پر دې اعتراض کړی چې آلمان د سرپرست حکومت ډیپلوماټان منلي دي.
خو دا ټول شور او غوغا ولې ده؟ د چا لپاره ده؟ له کومه ځایه او د چا په ضد ده؟ موخه یې د چا له منځه وړل دي؟ ګټه یې چا ته رسي او تاوان یې چا ته متوجه دی؟ ایا پرته له دې بل څه نه دي چې وضعیت لا کړکېچن او ارامي لرې کوي؟ ایا پرته له دې بل څه نه دي چې د دښمنانو مداخلې او لاسوهنې د دې ملت د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې، وضعیت لا خراب او ژوند لا سختوي؟ ایا پرته له دې بل څه نه دي چې دښمن، کفار او پردي هیڅکله د دې ملت او هېواد پرمختګ او سوکالي نه غواړي؟ ایا پرته له دې بل څه نه دي چې د دې خاورې خپلواکي او آزادي د کمونستانو او کاپيټالستانو د سترګو اغزی ګرځېدلې او له سترګو یې خوب ورڅخه تښتولی دی؟ مګر همدوی نه وو چې یو وخت یې لاسونه سره یو کړل او د دې ملت په وړاندې یې تر ټولو فجیع جرمونه او خونړي جنګونه وکړل او د خلکو ناموس، عزت او شرف یې تر پښو لاندې کړ!؟
نن بیا د همدې خاورې یو شمېر بچیان چې د هغوی(غرب) په غېږ کې روزل شوي، د هغوی تر ظاهر او تجملاتو د ښایست تر اغېز لاندې راغلي، د ځان او خپل آزاد شوي هېواد په ضد د مرګ شعار ورکوي او پخواني وضعیت ته د بېرته تګ غوښتونکي دي؛ نه د پرمختګ او ښه والي په لور، بلکې د جنګ، ورانۍ او د اسلام او افغان ملت د دښمنانو د مداخلې په لور.
ایا دغه مهاجرین نه پوهېږي چې له سرپرست حکومت سره د تعامل نه کول په ملي کچه څومره خطرناکې پایلې لري او څنګه د هېواد خراب اقتصادي، سیاسي او نور وضعیت له ننګونې سره مخ کوي؟ ایا نه پوهېږي چې له شل کلن جنګ، ورانۍ او بېثباتۍ وروسته، که دا هېواد همداسې په حاشیه او انزوا کې پاتې شي او په نړۍوالو معادلاتو کې نقش ونه لري، څومره کولای شي د هېواد بنسټیزو ستنو ته زیان ورسوي او د پرمختګ بهیر ودروي!؟
ایا نه پوهېږي چې دا زیانمن شوی هېواد د سوځېد، ویجاړۍ او د منځه تلو له پړاوه تر تېرېدو وروسته، حق لري چې خپله لاره لویې نړۍ ته پرانیزي او د ځان ښکاره کولو لپاره خپل بخت وازمويي!؟
که پوهېږي، نو ولې د مرګ شعار ورکوي؟ ولې اعتراض کوي او د وطن د پرمختګ په لاره کې خنډ اچوي؟ ولې ځان له واحد ملت څخه جلا بولي، د دښمن آسیاب ته اوبه وراچوي او د هغوی ادعاوې پیاوړې کوي؟ مګر دا چې ځانونه یې پلورلي وي، سیاسي ابزار ګرځېدلي وي او د سرپرست حکومت د څهرې د تخریب په لور ګام اخلي.
همدارنګه باید هېر نه شي چې افغانستان هېواد د همدې افغان ملت دی؛ هغه ملت چې کلونه یې په نړۍواله چوپتیا او انزوا کې د لوېدیځ د هر اړخیز اشغال په وړاندې ودرېد، وجنګېد، مېړانه یې وښودله او له خپلو ارزښتناکو شتمنیو تېر شو تر څو وکولای شي دا هېواد بیا جوړ کړي او ویجاړۍ یې ترمیم کړي.
که دا هېواد په اوسني حالت کې همداسې منزوي پاتې شي، اغېزه یې په مستقیم ډول د ملت پر بدن واقع کېږي. په رغېدلي بدن یې تازه زخم اچوي، وینه یې بهوي، پښې یې تړي او شاته یې کشوي. دا ملت به بیا د هېرېدو او انزوا اسارت ته بوځي.
ایا دغه اعتراض کوونکو یو وخت ځانونه د همدې ملت برخه نه بلل؟ ایا د هغوی د ګټو د تأمین او تضمین لپاره یې نه هڅول؟ نن څه بدلون راغلی چې نه غواړي دا شریف ملت مخ په وړاندې حرکت وکړي او له نړۍوالې ازموینې څخه په سرلوړۍ راووځي؟
که په رښتیا هم د دې ملت ثبات، امنیت او پرمختګ ورته مهم وي، نو هېڅکله به داسې غونډې او شعارونه نه ورکوي، بلکې په یوه ارامه ګوښه کې به د دې ملت د بریالیتوب لپاره دعا کوي، په خوښیو کې به یې شریک وي او په غمونو کې به یې همدرد وي.
خو داسې ښکاري چې کیسه بدله شوې ده؛ هغه ملي ريښه شکېدلې ده او اوس هر څوک د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، حتی که د خپل ورور لاسونه په زنځیرونو وتړي او هغه په زندان کې بند کړي. دا خو لا پریږده چې د داسې انسانانو لپاره نور ملیت او هویت هېڅ ارزښت نه لري.
سره له دې، بیا هم د خیرخواهۍ له مخې باید دې خلکو ته وویل شي: غوره ده چې د دښمن په لیکه کې د درېدو او د هغه د دریځ د پیاوړتیا پر ځای، د خپل ملت او هیواد په ګټه ګامونه واخلي، مثبت نظر وړاندې کړي، د خپل وطن خوښي او آرامي په پام کې ونیسي، له دسیسې او فریب څخه لاس واخلي او ځان د ملګرو په وړاندې نور هم منفور او د دښمنانو په وړاندې نور هم د لوبې آله ونه ګرځوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.