د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسرائيلي اشغال غزه یوه هدیره ګرځولې او د دوه دولتي حل نشتوالی د بشري ناورین لامل شوی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیوال قوانین تش شعارونه پاتې شوي او نړیوالې چوپتیا د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
الصفدي همداراز د جګړې سمدستي بندېدو، د بشري مرستو لپاره د لارو پرانیستلو او د دوه دولتي حل د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.