د نيمروز ولايت مقام د دغه ولايت د نورم او سټنډرډ مسوولينو له قوله وايي، چې له ایران څخه وارد شوي ۱۵۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل يې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

د مسوولينو په خبره، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل تر معاینې او دقيقې څېړنې وروسته بې کيفيته ثابت شوي او په همدې اساس بېرته ورګرځول شوي دي.

ياده دې وي، چې تر دې‌ وړاندې هم څو څو ځله له ايران څخه د هېواد بندرونو ته بې کيفيته تېل راوارد شوي، چې له څېړنو وروسته بېرته مسترد شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version