په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو مخالفو ډلو ټپلو په دې وروستیو کې په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د پراخې رواني جګړې لړۍ پیل کړې ده. دوی په فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې په بېلابېلو نومونو او ادرسونو فېک اکاونټونه جوړ کړي او هره ورځ ترې تېر ایستونکي نشرات کوي. په دغه نشراتو او تبلیغاتو کې تر ډېره د افغانستان او افغانانو ارزښتونه هدف ګرځول کېږي، د قومونو او پرګنو د راپارولو، د دوی په منځ کې د قومي، ژبنیو، سمتي او مذهبي تعصباتو او تفرقو اچولو په موخه ناسم او له حقیقته لېرې مطالب خپرېږي او په دې توګه د ولس په منځ کې د بې باورۍ او کرکې د خورولو هڅې کېږي.

دغه مخالفې ډلې او ادرسونه ډېری وختونه آن د نورو هېوادونو زاړه او تر وخت تېر مسایل هم بیا، بیا د افغانستان په نوم خپروي او یو مشخص قوم او قبیلې ته یې اړوندوي او موخه یې دا وي چې اوبه خړې او کبان پکې ونیسي. دوی د دې کار لپاره خپل اکاونټونه سپانسروي او هڅه کوي چې ډېرو کسانو ته ورسېږي. تر دې ور هاخوا همدا ادرسونه بیا د ځوانانو د بې حیایۍ او بې لارۍ لپاره هم فاحش نشرات کوي او دوی په بېلابېلو دامونو کې راګېروي.

یوه ډله یې بیا د امنیت د بې ثباته ښودلو لپاره ناسم او دروغ نشرات کوي، ځینې بیا د جعلي اسنادو د جوړولو او په بدل کې یې د پیسو اخیستو په نوم نشرات کوي او داسې ښيي چې ګواکې په ادارو کې فساد او رشوت عام دی. یا هم داسې غږیز کلیپونه خپروي چې ګواکې د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات دي، خو دا کلیپونه یا جعلي وي او یا هم د کلیپ یوه برخه را اخیستل شوې وي او ناسم تعبیر کړای شوی وي.

دا ټول نشرات، ناسم معلومات او مطالب په شعوري توګه په بهر کې د مېشتو مخالفو ډلو ټپلو، د دوی د پلویانو او ملاتړو له خوا د افغانستان د وضعیت د ناسم او بې ثباته ښودلو، د خلکو د ذهنیت خرابولو، د بې باورۍ د پراخولو، د بې ثباتۍ او رواني جګړې په موخه خپرېږي. د دې هر اکاونټ تر شا یو داسې کس ناست وي، چې د بهرنیو استخباراتو او نورو شریرو ادرسونو له خوا پیسې ورکول کېږي او ټول تمرکز یې همدا وي چې د هغوی غوښتنې پوره او موخې یې ترلاسه کړي.

خو ‎له دومره پراخو هڅو، د ډېرو پیسو له لګولو او د شیطاني مفکورو له ترویج سره، سره د دوی دا هڅه هم تر ډېره ناکامه برېښي. خلک اوس بیدار شوي، د دوی دا سوداګري ورته تر بل هر وخت ښه معلومه ده او دوکه نه پرې خوري. د هر اکاونټ تر پوسټونو او ټویټونو لاندې که د عامو خلکو غبرګونونه او تبصرې وکتل شي، ټول منفي نظرونه ورکړل شوي وي او دوی د خپلو دغه شومو موخو له کبله ټکول شوي وي. دا د دې معنی لري چې خلک د دوی په شیطاني مفکورو او توطیو تر بل هر چا ښه پوهېږي.

د ټکنالوژۍ په نړۍ کې او په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا په صنعت کې چټکو پرمختګونو ته په کتو، ښايي دغه ډلې د خلکو د ذهنیتونو د اړولو، مغشوشولو او همدا راز د رواني جګړې د پرمخ بیولو لپاره له دې صنعت او ټکنالوژۍ ډېره ګټه پورته کړي او د افغانستان، د افغانستان د وضعیت او نورو ارزښتونو او تاریخي واقعیتونو په اړه جعلي ويډیوګانې او نور تبلیغاتي مواد خپاره کړي، ولس او عامو خلکو ته ښايي چې دې برخې ته هم متوجه واوسي او د دوی د دې جعلي هڅې ښکار نه شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version