د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال د دلوې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۴ زره ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ په یاده موده کې د حیرتان وسپنې پټلۍ له لارې ۳۲۸ زره ۹۷۰ ټنه، د آقینې وسپنې پټلۍ له لارې ۲۱ زره ۹۵۹ ټنه، د تورغونډۍ وسپنې پټلۍ له لارې ۵۵ زره ۵۳۶ ټنه، د خواف–هرات وسپنې پټلۍ له لارې ۸۴۱۸ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۱۵۶ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه په دې موده کې ۳۶ زره ۷۲۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي، صادر او ټرانزیټ شوي دي.
ټولګټو وزارت زیاته کړې؛ هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.