د بيلاروس هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشینکو چې پرون يې يوځل بيا د دغه هېواد ولسمشريزې ټاکنې ګټلي په خپو خبرو کې په امريکا توندې نيوکې کړي او هغه خلک یې احمقان او نالوستي بللي چې له امريکا څخه د دوستۍ، ملګرتيا، او د هيلو د پوره کولو تمه لري.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې چې د امريکا يارانه د نیمې لارې ده او باور پرې نه دی پکار.
لوکاشینکو دغه راز ويلي «جالبه دا ده چې امريکا بيا د همداسې احمقانو څخه د خپلو موخو د پوره کولو لپاره کار اخيستی، هغوی يې استمال کړي؛ خو بيا يې په نيمه لار کې پريښي او د دې هر څه سربېره بيا هم ځينې احمق خلک له امريکا څخه د ښو تمه لري او باور پرې کوي».