پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې امریکا پر پاکستان هم مرستې بندې کړې چې ورسره په دغه هېواد کې ګڼې مهمې پروژې ودرول شوې.

د یوه امریکایي چارواکي په وینا، پاکستان ته مرستې تر بیا ارزونې پورې ځنډول شوې دي، او د امریکا دغې پرېکړې د پاکستان د انرژۍ، اقتصادي ودې، کرنې، حکومتولۍ، پوهنې او د روغتیا برخې ګڼ پروګرامونه اغېزمن کړي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې تر ارزونې وروسته به د دغو پروګرامونو د برخلیک په اړه بیا پرېکړه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version