Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟
    سیاسي لیکني

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    عمران آغاعمران آغا25 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغه راهیسې چې افغانستان د حق په ډګر کې بریالی شوی او توانېدلی دی چې د شر ځواکونه او د دوی ملاتړي له افغانستانه وباسي، خو بیا هم بهرنیو او کورنیو دښمنانو له لیرې لارو او زیاتره د رسنیو په ډګر کې خپلې مغرضانه هڅې روانې وساتلې او خیالي هیلې یې لرلې چې ګوندې کومې پایلې ته ورسېږي او خپله ویجاړه شوې ماڼۍ به بیا ودانه کړي.

    بې له شکه، دا ټولې هڅې د هغو ماتو او ناکامیو پاتې شونې وې چې د شلو کلونو اشغال پر مهال د حق رجالو او د وطن د رښتینو زامنو له خوا ور بار شوې وې او اوس چې یې پښه له دې خاورې قطعه شوې، له تورې لوبې لاس نه اخلي او غواړي چې په هره بیه، حتی د نمایشي حرکتونو په ښودلو سره هم په مقابل ډګر کې پاتې شي.

    سره له دې، د خپلواک او آزاد حکومت له واکمنېدو او د افغانستان له جغرافیا څخه د شر د لاسونو له وتلو پنځه کاله تېرېږي، تېښتېدلو مخالفینو تل هڅه کړې چې ځانونه د حق او باطل د جګړې قربانیان وښيي او په دوکې، جعل او دروغو سره خپله سابقه سپینه کړي او داسې وښيي چې ګواکې حق له دوی سره و او دا ټولې ورانۍ د دوی کار نه و.

    خو بالاخره هره غلطه هڅه د ماتې په لوري ده او هر ناسم کار د نېستۍ په لوري دی. له همدې امله، بالاخره د دوی دا هڅې پای ته رسېدلي او ورو ورو یې ساه خلاصه شوې ده.

    سره له دې، د تېرو څو کلونو په ترڅ کې، له هغه وروسته چې د بېلابېلو تښتېدلو ګوندونو یو شمېر په اصطلاح مشران او رهبران د رسنیو پر پرده راڅرګند شول او د دوی د ناستې پای په شخړه، ناندریو او یو بل ته په تور پورې کولو سره پای ته ورسېد، تر اوسه پورې له هغې لوري تازه غږ نه دی اورېدل شوی او نه کوم حرکت لیدل شوی دی.

    ښکاره کېږي چې نور د مخالفتونو د دوام تاب نه لري او د حق پر وړاندې د درېدو ځواک نه لري او ورو ورو دې پایلې ته رسېدلي چې باید ډګر ملت او خپلواک حکومت ته پرېږدي او له دغه ډول جعلي او نمایشي لوبو لاس واخلي.

    ځکه شک نشته چې نور دوی پخپله هېڅ ځواک او ملاتړ نه لري، چې په اتکاء پرې دوام وکړي او همدارنګه د دوی ملاتړي او مرستندوی هم د دوی له ملاتړ او د مهرو له جوړولو لاس اخیستی دی، ځکه چې هغوی هم همدې حقیقت ته رسېدلي دي چې نور نه شي کولای او له دې ډلې څخه د ځان لپاره هېڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای او شیدې یې نه شي لوشلی. همدارنګه وخت رارسېدلی چې له شته او حاکم واقعیت سره جوړ راشي او د سوله‌ ییزې لارې او ډیپلوماسۍ له لارې مخته لاړ شي او خپله ګټه د قانوني لارو او سالم حسابه واخلي.

    ځکه چې د سوځېدلو مهرو تر څنګ پاتې کېدل هېڅ ګټه ورته نه لري، مګر دا چې تر پخوا ډېر خپل مخ تور کړي او د سالمې اړیکې د ټینګولو لاره نوره هم بنده کړي.

    په پای کې، دا پایله ترلاسه کېدی شي چې د مخالفینو د مخالفت او د نندارې د حرکتونو دوره پای ته رسېدلې او له دې مردارې چینې څخه زلالې اوبه نه راخوټېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو دروغجنې ادعاوې او د ولس پر وړاندې یې واقعي څېره

    16 اکتوبر 2026

    د پاکستان او جبهو ترمنځ معامله، داخلي اختلافات او بدګوماني

    12 اکتوبر 2026

    د مقاومت جبهې پرله‌پسې انشعابونه؛ ستونزه په څه کې ده؟

    11 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 16 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/٢٤ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 اکتوبر 2026

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.