د هلمند د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د امنیه قومندانۍ اړوند د ترافیکو له لوري په مرکز او لسوالیو کې د هغو کسانو پر وړاندې کمپاین روان دی، چې موټر سایکلونه په بې‌احتیاطۍ او د ترافیکو اصولو خلاف چلول.

د مسوولینو په خبره، د همدغه کمپاین په پایله کې ۳۱ عرادې موټرسايکلونو د ترافیکو مدیریت ته وليږدول شول، چي چلوونکي یې یا کم عمره ماشومان وو او یا یې په غیر اصولي ډول سره وسایط چلول چې د سترو ترافیکي پېښو لامل گرځېدل.: «موږ کوښښ کوو دا لړۍ په مرکز او نورو ولايتونو ته هم وغځوو ترڅو پورې ښاري نظم رامنځته او د سترو پېښو مخه ونیول شي.»

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، یاد کمپاین د مرکز لښکرگاه ښار د اتمې ناحیې، شپږمې ناحیې او نور سیمو کې نیول پیل شوی او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

نږدې میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزارت اړوند د ترافیکو ریاست په ټول هېواد کې له موټر سایکلونو چلوونکو غوښتي وو، چې په احتیاط دې موټر سایکلونه چلوي، دوه او درې تنه دې نه کېنوي او له کورنیو یې هم غوښتي وو، چې کم عمره ماشومانو ته دې د موټر سایکل چلولو اجازه نه ورکوي، څو د ترافیکو پېښو مخنیوی وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version