د کرنې وزارت وايي، په لوگر کې د ښکاریانو له لوري د زرکانو نیول شوي بچیان بېرته ازاد شول.

د یاد وزارت مسوولین وايي، د لوگر په ازرې ولسوالۍ کې د ښکاریانو له لوري زرکان نیول شوي وو، چې د دغه ریاست په هلو ځلو بېرته ازاد شول.

د لوگر د کرنې ریاست د عواید د تنظیم امر عبدالبصیر شاهد وايي، یاد نیول شوي زرکان، چې د ازرې ولسوالۍ په غرونو کې د ښکاریانو له لوري نیول شوي وو، بېرته د یادې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مدیریت مسوولینو په سپارښتنه د یادې ولسوالی په یوه غرنۍ سیمه کې ازاد شول.

له بل لوري د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د ښکار د مخنیوي په موخه یې د مارغانو د پېر او پلور له استازو سره په پکتیا کې مشورتي ناسته کړې ده.

د یاد ریاست مسوولین وايي، د مرغانو د پېر او پلور هټۍ‌والو ته د حکومت د ریاست الوزراء عالي مقام حکم چې د ښکار د مخنیوي په اړه صادر شوی، هر اړخیز معلومات ورکړل شوي او لازمې سپارښتې ورته شوې.: «یوه میاشت وخت ورکړل شو چې په دې اړه جدي اقدام وکړي او هغه بومي الوتونکي چې نسل یې د ورکېدا له گواښ سره مخ دی، هغه دې ازاد او خوشې کړي؛ ترڅو نسلونه یې له انقراض څخه وژغورل شي.»

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم په اساس په ټول افغانستان کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار بند دی؛ هر هغه څوک چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي؛ له قانوني چلند سره به مخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version