ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د ياد هیواد په شمال لویدیځ کې د “ګرانډ کارتال” په نوم په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، اورلګېدنه نن سه شنبه د جنوري په ۲۱مه سهار مهال د
کارتالکايا سيمې په”ګرانډ کارتال” هوټل کې حښ په سکي ریزورټ ښار کې موقعیت لري رامنځته شوه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په دې پیښه کې د ۶۶ کسانو د مړینې او د ۵۱ نورو د ټپي کیدو تایید کړی دی او د پېښې د لامل په اړه یې څه نه دي ويلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version