‏د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جنک اونال سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کېدونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې، روغتیایي برخه کې پخوانیو هوکړه لیکونو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو تطبیق او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي نور جلال جلالي ترکیې هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او یاده برخه کې یې د ترکیې هېواد له لوري د شویو مرستو او همکاریو د مننې سربېره په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

له بل لوري د ترکیې سفیر روغتیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version