نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې بوسفور تنګي ته نږدې، د تور سمندرګي په اوبو کې پر دوه روسي ټانکرونو چاودنې شوې دي.
ویل شوي، تر دغو چاودنو وروسته دواړو ټانکرونو اور اخیستی؛ خو عمله یې ژغورل شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاد ټانکرونه له مصر څخه روسیې ته روان وو.
په راپور کې راغلي،چې تر دې وړاندې هم په تور سمندرګي کې یو شمېر کښتۍ د ماینونو له چاودنو سره مخ شوې دي.
