د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر کابل کې د روږدو درملنې پر یوه روغتون برید ته په اشارې ویلي، چې له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې (پاکستان) له لارې له افغانانو غچ اخلي.
نوموړي د پاکستاني رژیم وروستيو جنایتونو ته د ټول وژنې کلمه کارولې او ویلي یې دي چې باید مخنیوی یې وشي.
