د نړیوالو اړیکو قطر مېشتی کارپوه دوکتور عصام عبدالشافي ویلي، چې د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستان پوځي رژیم هوایي برید ته په غبرګون کې کړي.
هغه ویلي، حاکم پاکستانی رژیم د دې پر ځای چې خپل امکانات او وړتیاوې د خپل لومړي ستراتیژیک دښمن هند د مخنیوي لپاره وکاروي، له افغانستان سره په یوه بې ګټې جګړه کې ښکېل شوی.
