د راپورونو لهمخې د ترکیې د نظامي تولیداتو صادرات په ۲۰۲۴ کال کې ۷.۱ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي، چې د پخوا په پرتله یې ډېر پرمختګ کړی.
د معلوماتو لهمخې دا کچه په ۲۰۲۳ کې ۵.۵ ملیارده ډالره او په ۲۰۲۲ کې ۴.۳ ملیارده ډالره وه.
د یادو صادراتو ډېره برخه یې بې پیلوټه الوتکې دي چې سږ کال یې د جيټ الوتکو جوړونه هم پیل کړې او ښایي له دې سره په ۲۰۲۵ کال په نړۍ کې روانو جګړو ته په پام سره د صادراتو په کچه کې لا لوړوالی راشي.