د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد انتالیا ولایت کې د بس موټر چپه کېدو پېښه کې امله اته تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د انتالیا والي هولوسي شاهین ویلي چې یاد موټر د ترکیې له لوېدیځ «ټکېرداغ» ښار څخه انتالیا ته روان و او ۳۴ مسافر یې لېږدول.

ویل شوي، ټپیان سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د ځينو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version