د ترکيې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لویې څارنوالۍ د صهيونيستي رژيم د لومړي وزیر، بنيامين نتنياهو د نیولو حکم صادر کړی دی.

د راپور له مخې، له دې سربېره یادې محکمې د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت د وزیر، ایتمایر بن ګویر په ګډون د ۳۶ نورو کسانو د نیولو حکم هم کړی.

د ترکیې لویې څارنوالۍ نتنیاهو د «جنګي جنایتونو مسؤل» په توګه یاد کړی.

په راپور کې راغلي، چې دا پرېکړه په غزې تړانګه کې د صهیونیستي رژیم له خوا د شویو جنایتونو د اسنادو تر څېړنې وروسته شوې.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ګڼو نورو سازمانونو او هېوادونو هم د بنیامین نتنیاهو په ګډون د لوړ رتبه صهیونیستي چارواکو د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version