د شمالي کوریا او روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړي
د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د شمالي کوريا او روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو د تېرې اوونۍ په پیل کې په پېینګیانګ کې د دوه اړخیزو همکاريو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
سرچينه وايي، دغه خبرې د نومبر په ۵ نېټه شوي، چې پکې د شمالي کوریا د پوځ عمومي سیاسي مرستیال «پاک یونګ ایل» او د روسیې مرستیال دفاع وزیر «ویکتور ګوریمیکن» ګډون درلود.
په دې ليدنه کې دواړو خواوو د کیم جونګ اون او ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې د “ژورو دوه اړخیزو اړیکو” د پراختیا په اړه خبرې کړي؛ خو کوم ځانګړی توافق نه دی ذکر شوی.
روسي چارواکي ګوریمیکن د نومبر په ۶ مه د شمالي کوریا د دفاع وزیر نو کوانګ چول سره هم جلا غونډه کړې ده.
په ورته وخت کې بيا د جنوبي کوریا استخباراتي اداره وايي، چې شمالي کوریا ښايي روسیې ته نور عسکر هم ولېږي.
شمالي کوريا له تېر کال راهیسې، شاوخوا ۱۵ زره عسکر او پوځي تجهیزاتو، په ځانګړي ډول توپچي وسایل او توغندي، روسیې ته استولي دي تر څو د اوکراین جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي.
ياده دې وي، چې کیم جونګ اون موافقه کړې چې زرګونه نور پوځي کارکوونکي او ماین پاکونکي به د روسیې کورسک سیمې ته واستوي.