د ترکیې NTV چينل راپور ورکړی، چې د دې هېواد د استخباراتو رئیس ابراهیم کالين، د مصر استخباراتو رئیس حسن راشد او د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په يوه ګډه ناسته کې د غزې د اوربند د پلي کېدو پر مهمو موضوعاتو بحث کړی.
سرچينې ويلي، ګډونوالو له امريکا سره د ګډو هڅو د پراخولو پرېکړه کړې؛ څو هغه خنډونه لرې شي چې د اسرائیلو له لوري د اوربند هوکړې د بشپړ پلي کېدو مخه نیسي.
ترکیې په دې غونډه کې يو ځل بيا ټینګار کړی، چې د فلسطین هر ډول ملاتړ ته به دوام ورکوي.
له بلې خوا، مصر او قطر چې د اسرائیلي رژيم او حماس غورځنګ ترمنځ اصلي منځګړي دي د هوکړې د دوهم پړاو د عملي کېدو میکانېزمونه څېړلي دي.
د مصر د «القاهرة الإخباریة» ټلوېزیون د راپور له مخې غونډې پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره همغږي او ګډ کار لا زیات شي څو د دوهم پړاو پلي کېدل په بریالیتوب سره ترسره شي.
یاده ناسته وروسته له هغې ترسره کېږي چې
اسرائیلي رژيم په دې وروستيو کې هره ورځ اوربند نقض کوي او له هوکړې راوروسته یې نږدې څلور سوه عام فلسطيني وګړي په شهادت رسولي دي.
