د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، نن سهار لس بجې د تورخم دروازه د پاکستاني لوري تړل شوې ده.

د ننگرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تورخم دروازه پاکستاني لوري د نا معلوم لامل له امله تړلې ده، لومړني معلومات ښيي چې دروازه له فرضي کرښې پورې غاړې د هغوی د خپلمنځي ستونزې له امله تړل شوې ده.

د تورخم کمېسارۍ مسوولینو ویلي، د لارې د خلاصون لپاره هڅې کوي؛ خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.

د تورخم دروازه وخت ناوخت د پاکستان له لوري تړل کېږي، چې له امله زرگونه مسافر او باروړونکي موټر دواړو خواوو ته بند پاتې کېږي.

د تورخم دروازې د تړل کېدو په تړاو تر اوسه پاکستان څه نه دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version