له تېرو دوو اوونیو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خلک په هېواد کې د مخابراتي شبکو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه د شکایتونو ډک پوسټونه کوي او بېلابېل هشتاگونه کاروي.

د مخابراتو وزارت او اترا ادارې تر اوسه د یادو شکایتونو په اړه هېڅ غبرگون نه دی ښودلی.:«د مخابراتو او معلوماتي ټکالوژۍ وزارت او اترا ادارې په یوې گډه اعلامیه کې هغه اوازې رد کړي، چې گوندې په ځینو سیمو کې د خلکو په خوښه مخابراتي ستنې لگول کېږي.: «د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې راتګ او قایمېدو سره سم د هېواد په کچه بېلابېلو سکټورونو کې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره پیل شوې له دې څخه یو هم د مخابراتو سکټور و چې وروستیو کې یې د بېلابېلو لاملونو له امله زیان لیدلی و، خو له نېکمرغه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مشرتابه د یاد سکتور د بیا رغونې او ودې لپاره مټې را ونغاړلې او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، چې د دې سکټور له بیارغونې سره هم مهاله یې د هېواد لرې پرتو او له خدمتونو بې برخې سیمو ته د خدمتونو غځولو هڅې لاپسې ګړندۍ کړې.»

د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا د دې ادارې له پرمختیایي بودیجې څخه په ټول هېواد کې د ۴۵۰ نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو پروژې چارې پیل کړې او یاده پروژه یې په درېیو لاټونو کې ازادې سیالۍ ته وړاندې کړه، چې د مخکېني پلان له مخې د اکثریت سایټونو د جوړولو چارې پای ته رسېدلې او د ځینو بیا روانې دي.:«په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې دي چې ګواکي ځینې کسان په دې نامه د پیسو غوښتنه کوي چې ګواکي دوی کولی شي خلکو ته د هغوی په کورونو یا ملکیت کې مخابراتي انټن نصب کړي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د مخابراتي سایټونو د ځای ځایګي په ټاکلو کې دمخابراتو وزارت، اترا اداره، اړوند مخابراتي شرکت او ځایي شکایت کوونکو څخه د جوړ شوي پلاوي پرته بل هېڅوک نه شي کولی چې ځای وټاکي او یا یې بل ځای ته و لېږدوي.»

د خبرپاڼې له مخې، د مخابراتو وزارت او اترا اداره له ټولو هېوادوالو غواړي چې د داسې کسانو په خبرو ونه غولېږي، بلکې له داسې خلکو سره دمخ کېدو په صورت کې هغوی امنیتي ارګانونو ته ور و پېژني او یا یې هم معلومات ولایتي ریاستونو سره شریک کړي.: «د مخابراتو وزارت او د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم اداره د مخابراتي سایټونو د جوړولو کړنلارې له مخې د ځایي خلکو د شکایت پر بنسټ، د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او مخابراتي شرکت له استازو څخه د جوړ شوي ګډ پلاوي د تخنیکي سروې له مخې داسې ځای په ګوته کوي، چې د سیمې اکثریت نفوس او سیمه تر پوښښ لاندې راولي او بیا یې ټاکي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېوادوالو شکایتونو ته د رسېدو په موخه یې ۹۹۸ او ۹۹۹ وړیا شمېرې هم فعاله کړي دي او خلک کولی شي چې خپل شکایتونه ثبت کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version