د اسرائیلي ورځپاڼې «والاه» د معلوماتو له مخې، د تېر کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسي په جګړه کې ۲۵ زره تنه صهیونیستان ټپیان شوي دي.

د یادې سرچینې په وینا، په دغو ټپیانو کې امنیتي سرتېري، حکومتي کارکوونکي او عام صهیونیستي وګړي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د صهیونیستي اسرائیلو له خوا پر غزې ښار د یرغل له پیل راهیسې صهیونیستي پوځ له رواني کړکېچونو سره هم مخامخ شوی چې له امله یې په دغه پوځ کې د ځان‌ وژنې ځینې راپورونه هم رسنیز شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version