افغاني‌الاصله پخواني امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د پاکستان حکومت د بندیزونو او ډیپلوماټیک فشار مستحق دی،
ځکه چې دوی د لاریونوالو په وړاندې په ظالمانه ډول له زور څخه کار واخیست او حتی ډله ییزه وژنه یې وکړه.»

د نوموړي په وینا د پاکستان اوسني حکومت د سیاسي موخو لپاره له قانوني سیسټم څخه ناوړه ګټه اخیستې تر څو عمران خان په زندان کې وساتي.

خلیل زاد زیاته کړې: «په پاکستان کې د بدلون وخت دی، د پاکستان خلک یې غواړي، او مستحق یې دي»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version