د ایران تسنیم خبري اژانس غزه کې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې؛ پر صهیونیستي پوځیانو د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «کتائب القسام» ځواکونو د تېرې ورځې په برید کې پنځه تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې «کتائب القسام» ځواکونه په غزه کې د صهیونیستي اسرائیلو پر وړاندې په سختو شرایطو کې پر جګړې بوخت دي او وایي چې مبارزه بهیې تر هغې دوام ولري تر څو صهیونیستي پوځیان له غزې تړانګې څخه په بشپړه توګه وتلي نه وي.