لیکوال: اېمل پښتون

د ثور له اوومې کودتا او د روسانو له يرغل وروسته افغان مېړني ولس په سپېڅلي جهاد لاس پورې کړ او د نړۍ مخلصو مسلمانانو له افغانانو سره مالي او ځاني همکارۍ وکړې، د نړۍ په هر ګوټ کې افغان مجاهدينو ته دعاګانې کېدلې او هر چا خپل مدافعين او ساتونکي ګڼل.

مجاهدينو عملاً د روسانو او کمونستانو په ضد وسلواله مبارزه شروع کړه، چې افغان ولس يې په ډېر همت او غيرت سره ملاتړ او ننګه وکړه، د يو اسلامي نظام، سولې او اشغال پای ته رسېدو په تکل يې له هېڅ قربانۍ مخ وا نه ړاوه.

داسې ورځ هم راغله؛ چې د شورويانو نړيواله امپراطوري د غريبو افغانانو په لاس دړې وړې شوه، د کمونېزم او سوسيالېزم مفکوره په نړۍ کې له ماتې سره مخ شوه او افغان مجاهدين د ثور په اتمه کابل ته ننوتل د خوشاليو جشنونه ولمانځل شول، ټوله اسلامي نړۍ د خوښيو په سمندر کې ډوبه وه؛ خو بيا څه وشول؟له نن څخه کابو دوه دېرش کاله وړاندې مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي پر اتمه د کمونیستي رژيم پر نسکورولو بریالي شول، خو خپل‌منځي شخړو يې د جهاد دنیوي ثمره د ولس له لاسونو ومروړله.

مجاهدینو په لنډه موده کې، پرته له دې چې د خپلې جهادي داعیې رعایت وکړي، د کابل ښار یې د یو بل له اوږې داسې وویشت، چې په لنډه موده کې یې دغه ښار په یوه داسې ویروونکې کنډواله بدل کړ، چې د ورځې به هم ګرځېدونکي پکې ډارېدلكابل ته د مجاهدينو له راتګ سره د افغانستان د خلكو ډېرې هيلې تړلې وې، خلكو چې په ښارونو او كليوالو سيمو كې د څوارلس كلن جهاد دروند بار په غاړه وړى و، تمه درلوده، چې خپله هيله پوره وويني او په هېواد كې د قانوني دولت د لرلو، سياسي خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، بيا ودانۍ، پرمختګ او خپل هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او د ارام سا وباسي؛ خو په ډېرې خواشينۍ سره، هغه ستر ولس چې خپل يو نيم مليون وګړي يې په جګړه كې له لاسه وركړي وو، په لسګونه معيوب او معلول وو، په مليونونو مهاجر شوي او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د سياسي زعامت د كمزورتيا، ځان غوښتنې او د پرديو پټو كړيو د لاسوهني له امله، له داسې ګډوډيو، انارشيزم، كورنيو جګړو او ورانيو سره مخامخ شو، چې سارې يې د هېواد په اوږده تاريخ كې نه و ليدل شوی.

دې خونړيو پېښو د ثور اتمه د خلكو په اذهانو كې تته كړه او داسې وانګېرل شوه، چې دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي _ جهادي مشرانو د بري ورځ ده، چې د خلكو د بچيانو د وينو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو د خلكو د پراخه پرګنو ارمانونو ته يې شا كړه او د ځان غوښتنې او ځاني ګټو په درياب كې لاهو شول!

د ثور له اتمې څخه وروسته افغانستان له نويو بدمرغيو سره مخامخ شو؛ ځكه چې نوې واكمنۍ واحد نظر نه درلود، نړۍ افغانستان ته شا اړولې او ګاونډيانو په خړو اوبو كې كبان نیول.

د ګاونډيانو پټو او ښكاره لاسوهنو افغانستان له داسې خونړۍ كورنۍ جګړې سره مخامخ كړ، چې وچ او لانده يې يو ځاى وسيزل او د افغانستان ډېره پاته مادي، معنوي او انساني شتمني يې پوپناه كړه.حتی د کمونسټانو جنایتونه د مجاهدینو د خپلمنځې جګړو تر سیوري لاندي پټ شول.

د غوايي له اتمې نه پس (دولت اسلامي افغانستان) مستقل قلمرو نه درلود، ان تر دې چې پلازمینه هم وسله والو په خپلو منځو کې سره وېشلې وه او د کابل لارې نورو وسله والو پرې تړلې وې؛ نو له دې امله نیستي، غربت او بېوزلي اخري حد ته رسېدلي وو.

د ثور له اتمې نه پس په چور، تالان او لوټماري پیل وشو، چې ورسره د ګډوډۍ بازار هم ګرم شو، پاټکونه جوړ شول او امن و امان، سوکالۍ او هوساینې له هېواده کډه وکړه.

هر لوري ته قوماندان سالاري او جنګ سالاري پیل شوه؛ نو په همدې کشمکش کې، د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله عليه تر قیادت لاندې څو دردیدلي او ځوریدلي طالبان سره راغونډ شول، د پاټکونو په خلاف راپورته شول، سیمې، کلي، ولسوالۍ او ولایتونه یې یو په بل پسې ونیول، چې د کابل تر دروازو پورې ورسېدل، کابل یې ونیو هم يې د ثور د اتمې اتلان پسې واخيستل او هم يې د کمونیست ررژیم وروستی واکمن په دار کړ، اسلامي شریعت یې جاري او نافذ کړ.

دغه پتمنه ورځ دې، د افغانستان غیور اولس ته مبارک وي، ځکه د دوی د قربانیو په نتیجه کې په دغه ورځ کمونستي فکر په بشپړه توگه ماته وخوړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version