د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ځايي محکمې د دغه هېواد د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر “محمود خان اڅکزي” د نیولو امر کړی دی.

د دغه ایالت عدلیې منتظم د هغې قضیې په لړ کې د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې په “ګوالمنډي” سیمه کې ثبت شوې ده.

د اڅکزي د نیولو حکم داسې مهال کېږي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال هم پولیسو د نوموړي په کور چاپه وهلې وه او د هغه شخصي ساتوونکي یې نیولي و.

د ځايي پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزي هستوګنځي ته ځکه پولیس ورغلي و، چې د نوموړي کور ته نژدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه. په داسې حال کې چې خپله اڅکزی هغه مهال په کور کې نه، بلکې په اسلام اباد کې و.

پولیسو په دولتي چارو کې د لاسوهنې، دولتي ځمکې غصب او یو شمېر نورو قانوني مادو له مخې د قضیې اسناد محکمې ته سپارلي و او یادې محکمې بیا له دې امله د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی، چې نوموړی دغې محکمې ته نه دی حاضر شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هغه مهال تور پورې کړی و، چې محمود خان اڅکزي د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤل کسان هم په ډاګه کړل، نو ځکه یې په غبرګون کې حکومت د شپې پر کور چاپه ووهله.

په پاکستان کې داسې مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د نیولو امر کېږي، چې له دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم نیول شوی او دا مهال په زندان کې شپې او ورځې تېروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version